د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کانکيندنکو پر مړینه سخت خپه یم. کرزی


افغانستان: یو کانکیندونکی د سمنګان سکرو کاڼ کې
افغانستان: یو کانکیندونکی د سمنګان سکرو کاڼ کې

له ارګه په خپاره شوي بیان کې د ولسمشرکرزي له خولې ویل شوي چې نوموړی دې پېښې سخت غمژن کړی او د مړو کسانو له کورنيو سره خواخوږي څرګندوي.

د افغانستان ولسمشرحامدکرزي د سمنګان ولایت د سکرو کان کې د ۲۸ کارګرانو پر مړینه سخت خپګان ښودلی.


د سمنګان په روی دوآب ولسوالۍ کې پرون پر یکشنبه د سکروکان د یوې برخې ښویېدو په پېښه کې لسګونه کانکیندونکې په سورنګونو کې ګېر پاتې شول چې په کې ۲۸ کسان مړه او ګڼ شمېر نور کسان ژوبل شول.

له ارګه په خپاره شوي بیان کې د ولسمشرکرزي له خولې ویل شوي چې نوموړی دې پېښې سخت غمژن کړی او د مړو کسانو له کورنيو سره خواخوږي څرګندوي.

د بیان له مخې کرزي د افغانستان د کانونو وزیر ته هدایت کړی چې یا دې خپله د پېښې ځای ته ولاړ شي او یا دې خپل یو مرستیال هلته واستوي چې د دې پېښې پلټنې وکړي او د تکرارېدو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.

بلخوا د افغانستان کارګرانو ملي ټولنه وایي، چې افغان دولت د کانونو وېستلو پر مهال د کارګرانو ژوند ته پاملرنه نه کوي.

د دې ټولنې مشر معروف قادري نن پر دوشنبه په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، که چېري کانکيندونکي د کار پر مهال زیان ویني، نو هغوی ته باید تاوان ورکړل شي.

( له ادارو څخه مو غوښتنه دا ده، کوم کسان چې زیانمن کیږي او کاري توان یې کمیږي، هغوی ته باید تاوان ورکړل شي. او کوم کسان چې د کار پر مهال مري، باید ورته دیه ورکړل شي. )
XS
SM
MD
LG