د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا اسمبلۍ ښځینه غړې فنډونه غواړي


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ودانۍ
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ودانۍ

د جمعیت علماء اسلام د اسمبلۍ غړې عظما بي بي د اپوزیشن اته ښځو او یو اقلیت ته یې فنډونه ورنه کړل، نو په دی موږ د اسمبلۍ نه د احتجاج په توګه ووتلو

پېښور:تېر ماښام (د جمعې شپه) د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ په غونډه کې په اپوزیشن کې شامل ښځینه غړو له اسمبلۍ غونډې خوابدې ووتلې (واک اوټ) وکړو او دوی پر حکومت تور ولګاوه چې د اسمبلۍ نارینه غړو او حکومتي ښځینه غړو ته یې د پرمختیايي کارونو ځانګړې فنډونه ورکړي دي خو د اپوزیشن ښځینه غړو ته یې تر دې دمه په دې لړ کې څه رقم یقین دهاني نه ده ورکړې-


په دې لړ کې د جمعیت علماء اسلام سره تعلق لرونکې د اسمبلۍ غړې عظما بي بي مشال راډیو ته وویل:

((تحریک انصاف له اپوزیشن سره ډېر زیاتوب کړی دی او د اسمبلۍ اپوزیشن او حکومتي دواړو غړو ته یې فنډونه ورکړي دي. او له هغه وروستو یې خپل ښځینه غړو ته هم د ټولنیزه ښېګېړې یا سوشل وېلفیېر له لارې فنډونه ورکړي لاکن د اپوزیشن اته ښځو او یو اقلیت ته یې فنډونه ورنه کړل، نو په دی موږ د اسمبلۍ نه د احتجاج په توګه ووتلو او د وزیر په یقین دهاني بیرته راننوتلو، او وزیر وویل چې موږ تاسو ته د فنډ ورکولو اراده لرو خو هغه دا وویل چې د ښځو لپاره موږ طریقه کار بدل کړی دی او ویې ویل چې موږ خپلو د اسمبلۍ ښځینه غړو ته یو یو کروړ روپۍ ورکړېدي او تاسو ته به یې هم درکوو))

هم په دی لړ کې د خیر ښېګړې(سوشل ویلفیېر) د محکمی لپاره د وزیر اعلا ځانګړي مرستیال مهر تاج روغاني مشال راډیو ته وویل، چې لا تر دې دمه هېڅ یو ښځینه غړې ته فنډ نه دی میلاو شوی خو ټاکل شوې ده چې د اسمبلۍ ټولو ښځو ته به دا ځانګړی فنډونه ورکول کېږي:

((موږ خو راغلي په دې عهد وو چې د اسمبلۍ د غړو لپاره به فنډونه نه وي خو بیا چې ډیرو ښځو وویل چې موږ خو کلیو کې ووټونه غوښتلي دي او ولس رانه اوس کارونه غواړي نو موږ وویل چې سمه ده، او بله خبره چې عمران خان او وزیر اعلا دواړو کړېده، نو هغه دا چې اوس په طریقه کار کې بدلون دا شوی دی چې د اسمبلۍ هره یوه غړې به د دې لپاره خپل وړاندیزونه جوړوي او د هغه وړاندیزونو په رڼا کې به دوی ته فنډونه ورکول کېږی او ما ټولو د اسمبلۍ ښځینه غړو ته ویلي دي چې د یو کروړ روپو پورې وړاندیزونه جوړ کړي))

د یادونې وړ ده چې د تحریک انصاف په مشرۍ د پښتونخوا حکومت د خپل حکومت په لومړیو ورځو کې ویلي ول چې د اسمبلۍ غړو ته به فنډونه نه ورکوي خو تیر ماښام د قانون او پارلیماني امورو صوبايي وزیر اسرارالله ګنډه پور د اسمبلۍ غونډې ته پخپله وینا کې وویل چې د پښتونخوا وزیر اعلا په دې لړ کې هدایات جاری کړی دی او اوس به د اسمبلۍ ټولو غړو ته د مخکې په رنګ ځانګړي فنډونه ورکول کېږي خو دا ځل به یې طریقه کار څه لږ بدل وي-
XS
SM
MD
LG