د لاسرسي ځای

تازه خبر

کشمیر بیا په تاوتریخوالي اوړي


په دې نیزدو ورځو کې د یو میاشت له اوربندیزه د سرغړونې له کبله د دواړو خواؤ په ډزو کې ددوو پاکستانیانو په ګډون یوولس امنیتي سرتیري ووژل شو.

واشنګټن پوسټ ــــــ د پاکستان او هندوستان تر مینځ ـــــ د کشمیر په معامله یو راپور کې لیکلي ـــــــ چې کلونه وروستو د دواړو هیوادونو ترمینځ دا سیمه یو ځل بیا د تشدد د پیښو ښکار شوې ده.


واشنګټن پوسټ لیکي ــــــــ له یوې لسیزې د قراري نه وروستو د هند او پاکستان ځواکونه د لانجمنې کرښې دواړه خوا ته پر یو بل ډزې کوي ، چې ورسره په ایټمي وسلو سنبال دواړو هیوادونو ترمینځ تاؤتریخوالی په ډېرېدو دی او ــــــ له دغه سیمو يې ګڼ خلک په تیښته مجبور کړي دي.

ډیر دا ویره لري ــــ چې کېدائ شي وضع لا ډیره خرابه شي. په داسې حال کې چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ستنېږي، هغه پاکستان مېشت وسله وال چې په افغانستان کې جنګېږي اوس غواړي چې خپل پام کشمیر ته واړوي. داسې برېښي ــــ چې دغلته د وسله والو هلې ځلې پیل شوي ــــ ځکه چې دغلته وسله والو ته په دیوالونو د هرکلي پیغامونه لیکل شوي.

په دې نیزدو ورځو کې د یو میاشت له اوربندیزه د سرغړونې له کبله ــــــ د دواړو خواؤ په ډزو کې ــــــ ددوو پاکستانیانو په ګډون یوولس امنیتي سرتیري ووژل شو.

په کشمیر کې ډیری مسلمانان اوسېږي ــــــ او د ۱۹۴۷ کال م راهیسې پرې د دواړو هیوادونو ترمنځ ــــ جګړه روانه ده. د نولس سوه اتیایمې په لسیزه کې ــــ دغلته د پاکستان په مرسته ــــ پاڅون کوونکو ـــــ د کشمیر په یوه برخه ــــــ د هند واک پای ته ورساوه ـــــ په دې جګړه کې تر ۵۰۰۰۰ ډیرو کسانو ژوند بایللی دی.

ورځپاڼه لیکي ـــــــ په تیره یوه لسیزه کې ــــــ هند او پاکستان ډیر په ورو ورو د اړیکو ښه کولو لور ته لاړل ـــــ د دواړو هیوادونو ترمینځ ــــ د ویزو شرایط اسان کړل شو او ترمینځ د سوداګرۍ ــــ ښه کیدو امیدونه هم پیدا شو.

د ۲۰۰۳ کال م د اوربندیز نه وروستو د دواړو هیوادونو ترمینځ ــــ د تشدد پیښې په راکمیدو شوې ـــــ او دغلته په ډرامايي توګه د وسله والو هلې ځلې هم لږې شوې چې یوه وجه يي په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو پر ضد جګړه هم وه. خو اوس ـــ د سیمې اوسېدونکي وايي ـــــ کیدائ شي دا قراري داسې پاته نه شي.

کارپوهان وايي ــــــــ د پاکستان نوی غوره شوی وزیراعظم ــــــ نوازشریف دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو ښه کولو ژمنه کړې ــــــ خو ارو مرو به د هیواد دننه پوځ کې د سخت دریځو او وسله والو تنظیمونو له خوا له ننګونو سره مخامخېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG