د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په ځینو برخو کې پېښې


د کونړ سیمه ییز چارواکي وايي نن سهار په ماڼوګۍ کې د یوه هاوان په لګیدو سره یوه ښځه وژل شوې او دوه ماشومان هم ټپيان دي.


اخوا په کندز کې په خان ولسوالۍ باندې د وسله والو کسانو له خوا راکټې ویشتل شوي چې خلکو ته یې مالي تاوان اړولی دی.

له بلې خوا د فراه امنیتي چارواکي وايي د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو دوه قومندانان وژل شوي دي.

د فراه د والي ویاند عبدالرحمن ژوندي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې دغو دوو طالب قومندانانو غوښتل په بکوا ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو حملې وکړي چې پرون شپه د افغان ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG