د لاسرسي ځای

تازه خبر

د برتانیا ملي ګالري کې د ملالې انځور ځوړند شو


د برتانیا ملي ګالري کې د ملالې انځور ځوړند شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:04 0:00

د برتانیا ملي ګالري کې د ملالې انځور ځوړند شو

انځورګر جنتن یو وايي ملاله یوشفزۍ وړوکې نجلۍ ده خو په هغې کې یو ډېر ستر انسان پټ دی. هغه تر یوې داسې تجربې وتلې چې موږ یې هډو تصور نه شو کولی

انځورګر جنتن یو چې د ملالې یوسفزۍ انځور یې په خپل لاس کښلی وايي،”ملاله زما لپاره یو بې ساری شخصیت وو چې زه یې د هغې انځور جوړولو ته راوګرځولم، هغه په رښتیا هم و نړۍ ته د یوې بېلګې په توګه وړاندې شوله. تاسو پوهېږی چې هغې خپله لاره ټینګه نیولې ده. هغه زما لپاره یو سحر انګېز شخصیت دی. هغه وړوکې نجلۍ ده خو په هغې کې یو ډېر ستر انسان پټ دی. هغه تر یوې داسې تجربې وتلې چې موږ یې هډو تصور نه شو کولی. “


ملاله د ۲۰۱۲م کال د اکتوبر پر نهمه نېټه وسلوالو طالبانو له خپله سکوله کور ته په لاره پر کوپړۍ په ګولۍ وویشتله چې بیا یې له ټپي کېدو وروسته د برتانییا په برمنګهم کې درملنه وشوه. او اوس عهلته خپلې زدکړې کوي خو د ماشومانو د حقونو نړیوالې مبارزې اتله هم ده. هغې د جولايي پر ۱۲مه نېټه د ملګرو ملتونو د ځوانانو اسمبلۍ ته په خپله تاریخي وینا کې وویل چې یو قلم، یو کتاب او یو استاد د ترهګرۍ مرګ دی.
XS
SM
MD
LG