د لاسرسي ځای

تازه خبر

د برتانیا ملي ګالري کې د ملالې انځور ځوړند شو


د برتانیا ملي ګالري کې د ملالې انځور ځوړند شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:04 0:00

انځورګر جنتن یو چې د ملالې یوسفزۍ انځور یې په خپل لاس کښلی وايي،”ملاله د هغه لپاره یو بې سارۍ شخصیت وو چې دې یې د هغې انځور جوړولو ته راکاږلی، هغه په رښتیا هم و نړۍ ته د یوې بېلګې په توګه وړاندې شوله. تاسو پوهېږی چې هغې خپله لاره ټینګه نیولې ده. هغه زما لپاره یو سحر انګېز شخصیت دی. هغه وړوکې نجلۍ ده خو په هغه کې یو ډېر ستر انسان پټ دی. هغه تر یوې داسې تجربې وتلې چې موږ یې هډو تصور نه شو کولی. “ ملاله د ۲۰۱۲م کال د اکتوبر پر نهمه نېټه وسلوالو طالبانو له خپله سکوله کور ته په لاره پر کوپړۍ په ګولۍ وویشتله چې بیا یې له ټپي کېدو وروسته د برتانییا په برمنګهم کې درملنه وشوه. او اوس عهلته خپلې زدکړې کوي خو د ماشومانو د حقونو نړیوالې مبارزې اتله هم ده. هغې د جولايي پر ۱۲مه نېټه د ملګرو ملتونو د ځوانانو اسمبلۍ ته په خپله تاریخي وینا کې وویل چې یو قلم، یو کتاب او یو استاد د ترهګرۍ مرګ دی.

XS
SM
MD
LG