د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان فوټبال ملي ټیم تود هرکلی وشو


ولسمشر حامد کرزی د افغان فوټبال ملي ډلې هرکلي ته د کابل هوايي ډګر ته ورتلی وو
ولسمشر حامد کرزی د افغان فوټبال ملي ډلې هرکلي ته د کابل هوايي ډګر ته ورتلی وو


د افغانستان د فوټبال ملي ټیم چې د جنوبي اسیا د اتلولۍ جام یې کابل ته راوړ، د خلکو له تود هرکلي سره بدرګه شول.


د افغانستان د فوټبال ملي لوبغاړي نن سهار شاوخوا نهه بجې د جنوبي اسیا د اتلولۍ له جام سره کابل ته ورسیدل.

ولسمشر حامد کرزی د دوی د هرکلي لپاره کابل هوايي ډګر ته ورغلی و چې له هغه ځایه د شانګهای په غونډه د ګډون لپاره قرغزستان ته ولاړ.

د افغانستان د فوټبال ملي ټيم پرون ماښام د جنوبي آسیا په سیالیو کې د هند په ماتولو سره د لومړي ځل لپاره دا اتلولي وګټله.

له دغو لوبغاړو څخه د هرکلي دولتي کمیسیون وايي چې د کابل په ورزشي سټډیوم کې د لوبغاړو د لمانځنې پراخ مراسم پیل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG