د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان او هند فوټبال پایلوبه سبا ده


کابل، ارګ: د افغانستان ولسمشر حامد کرزی له افغان فوټبال ټیم سره د ګډ عکس پر مهال
کابل، ارګ: د افغانستان ولسمشر حامد کرزی له افغان فوټبال ټیم سره د ګډ عکس پر مهال

د جنوبې ا يشيا د فوټبال د اتلولۍ په وروستۍ سیالۍ کې به افغانستان د چارشنبې په ورځ له هندوستان سره لوبه کوي.


په پرونۍ ( دوشنبه ) لوبه کې هند و مالدیپ ته په یو ــ صفر ماتې ورکړه او پایلوبې (فاينل) ته ورسېد.

افغانستان لا د وړاندې د تير اتوار په ورځ د نیپال ټیم ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته ختلی دی.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې چارواکي وايي، د سبا ورځې(چارشنبې) د لوبې لپاره یې لوبډلې پوره تیاری نیولی دی.

که چېري افغانستان له دې لوبې بریالی راووت نو د اسیايي هیوادونو د فوټبال اتلولۍ سیالیو ته لاره ومومي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG