د افغانستان د سولې عالي شورا وايي ، چې له پاکستانيو وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې يوازې د پاکستان په ګټه دي.
د سولې د عالي شورا غړي او ویاند مولوي شهزاده شاهد مشال ريدیو ته وویل، په سیمه کې د سولې لپاره د سیمې په سطحه د صادقانه همکاریو اړتیا ده
پرون پر دوشنبه د پاکستان ټول ګوندیزه غونډه کې له وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې خبرو ته لومړیتوب ورکړل شو او پاکستاني طالبانو د دې اقدام هرکلی کړی دی.