ولسمشر حامد کرزي وايي حکومت یې په افغانستان کې د بریتانیا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو مخالف دی او په دې برخه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ هیڅ ډول دوه اړخیز تړون نه شته.
له ارګ څخه یوه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې ولسمشر کرزي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا د ځانګړې استازي سایمون ګس سره په کتنه کې له نوموړي او په کابل کې د بریتانیا له سفیر څخه د دې بریدونو په اړه وضاحت وغوښت.
افغان چارواکي وايي، په افغانستان کې د بریتانیا د بې پيلوته الوتکو د بریدونو په اړه د بریتانیا د دفاع د وزارت د رسمي راپور تر خپریدو وروسته د افغانستان د ملي امنیت شورا په لیکلې بڼه هم په کابل کې د بریتانیا له سفارت څخه په دې اړه وضاحت غوښتی.
د ولسمشر د ویندوی دفتر وايي چې له سایمون ګس سره ولسمشر کرزي د افغانستان د سولې په پروسه ، پاکستان ته د ولسمشر کرزي په وروستي سفر او نورو دوه اړخیزو مسلو هم خبرې کړي دي.