د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان امن ته ضرورت لري. نوازشریف


د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف
د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف

له اسلام اباده د مشال راډیو خبریال وايي، چې وزیراعظم نواز شریف ټول ګوندیزه غونډې ته په خپله پرانستونکې وینا کې وویل، چې پاکستان ته د امن ضرورت دی

د پاکستان د قومي سلامتۍ او نورو ستونزو په اړه د حکومت لخوا د ټولو ګوندونو ګډه غونډه نن (دوشنبه) په اسلام اباد کې پېل شوه.


له اسلام اباده د مشال راډیو خبریال وايي، چې وزیراعظم نواز شریف غونډې ته په خپله پرانستونکې وینا کې وویل، چې دا وخت پاکستان ته د امن ضرورت دی.

نواز شریف زیاته کړېده، چې د پاکستان ټولو ګوندونو ته په کار ده چې اوس مهال خپلې سیاسي ګټې شاته کړي او ملک ته د ورپېښو درو لویو مسلو لکه ترهګري ، کمزوری اقتصاد او د انرجۍ د کمي غوندې مسلو د هوارولو لپاره کار وکړي.

په دې غونډه کې د سیاسي ګوندونو د مشرانو تر څنګ د څلورو صوبو اعلی وزیران ، د پوځ مشر جنرال اشفاق پرویز کیاني او د آی ایس آی مشر هم ګډون لري.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د سیاسي ګوندونو له خوا داسې غونډې شوې وې خو څه نتیجه یې نه وه ورکړې.
XS
SM
MD
LG