د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د پاکستان د ولسمشر اصف علی زرداری د صدارت پينځه کاله پوره شو


نن د پاکستان د ولسمشر اصف علی زرداری د صدارت پينځه کاله پوره کيږي، زرداري به خپله څوکې نوي غوره شوي ولسمشر ممنون حسين ته سپاري.

دا د پاکستان په تاريخ کې لومړی ځل دی چې يو سياسي ولسمشر خپله ائيني موده پوره کوي. د ولسمشر وياند فرحت الله بابر رسنيو ته ويلي چې د ښاغلی زرداری په اعزاز کې د ګارډ اف انر وروسته به نوموړی لاهور ته ځي.

تیره شپه د ولسمشر په ماڼۍ کې ـــــ یوې غونډې ته په وینا کې آصف علي زرداري وویل ــــــ تراوسه چې يي کومې هم پریکړې کړي دي د قام په ګټه يي کړي. او هغه ډیر خوشاله دی چې ډیر په عزت د ولسمشرۍ چوکۍ پریږدي .

د پاکستان د سرکاري ریډیو د یو راپور تر مخه به ممنون حسین صبا له د هیواد د دولسم اولسمشر په توګه د خپلې چوکۍ څوګند پورته کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG