د لاسرسي ځای

تازه خبر

رفسنجاني وایې د ده په حواله نقل شوې څرګندونې بې بنیاده دي


د ایران پخواني ولسمشر علي اکبرهاشمي رفسنجاني هغه راپورونه چې د ده په حواله خپاره شوي وو او پکې د شام رژیم د خپلو خلکو پرضد د کیمیاوي وسلو په کارولو ذمه وار بلل شوی و، رد کړي دي.

رفسنجاني پرون وویل، د ده په حواله نقل شوې څرګندونې بې بنسټه دي.
رفسنجاني همداراز د شام پر رژیم د کیمیاوي وسلو د کارولو د ادعاوو له وجې د امریکا پلانونه هم وغندل.

په
هغه ویډیو کې چې تېره اونۍ پر انټرنټ وښودل شوه، رفسنجاني په داسې حال کې ښيي چې په مازندران ولایت کې وینا کوي او وايي چې د شام خلک له یوې خوا د خپل حکومت له خوا له کیمیاوي حملو سره مخامخ دي او له بلې خوا د امریکا د بمونو ورېدو ته انتظار وکړي.

د ایران د بهرنیوچارو وزارت ادعا وکړه چې د رفسنجاني له اصلي وینا څخه ناسم تعبیر شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG