د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تهران کې د افغانستان سفیر رابلل شوی


د ایران د بهرنیوچارو وزارت په هرات کې د ایران د قونسلګرۍ په وړاندې د پرونیو مظاهرو په غبرګون کې په تهران کې د افغانستان سفیر رابللی دی.

د ایران خبري آژانس اېسنا ISNA د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې مرضیې افخم په حواله راپور ورکوي چې نوموړي په هرات ولایت کې پرونۍ مظاهره د ایران پر قونسلګرۍ برید بللی، هغوي دغه بريد غندلی او ویلي یې دي چې د زغملو وړ نه دی.

له بلې خوا د کورنیوچارو وزارت ویاند صدیق صدیقي مشال راډیو ته وویل چې د کورنيوچارو وزیر د هرات پولیسو ته حکم کړی چې په دې ښار کې د پرونیو مظاهرو په اړه تحقیقات وکړي.

ياده دی وې چې پرون په هرات ولايت کې يو کس هغه مهال ووژل شول او درې نور ژوبل شول چې ځايي افغانانو د ايران د کونسلګرۍ مخې ته مظاهرې کولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG