د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ولسي جرګې استازې فريبا کاکړ طالبانو خوشې کړه


په ولسي جرګه کې د کندهار استازې فريبا احمدي کاکړ تېره ورځ ناوخته د طالبانو له منګولو را خوشې شوه او غزني ښار ته څېرمه هغه کسانو ته وسپارل شوه، چې د دولت او طالبانو تر منځ يې منځګړيتوب کاوه.

فریبا کاکړ
د تېر وړکي اختر په درېيمه ورځ غزني ښار ته نږدې، د کابل کندهار پر لويه لاره طالبانوتښتولې وه.

د غزني والي موسی خان اکبر زاده د فريبا کاکړ د خوشی کيدو خبر تاييد کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG