د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوشې شوو طالب بندیانو کې ملا برادر نشته


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي د پاکستان له خوا د خوشي شوو اوه طالب بنديانو په ليسټ کې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر مرستيال ملا غني برادر نوم نشته چې دوي يې د خوشي کېدو غوښتنه کوي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د نړیوالو اړیکو مشر قاسميار په دغه اړه اوویل ، د پاکستان د بهرنيوو چارو وزارت نن په یو خبر پاڼه کې ويلي خوشې شوي طالب قيديانوکې منصور داد الله، سيد ولي، عبدالمنان، کريم آغا، شير افضل، ګل محمد او محمد زی شامل دي.

خبرپاڼه کې يادونه شوي چې پاکستان تر دې وړاندې هم ٢٦ افغان طالبان قيديان خوشې کړې. ياده دي وي چې افغانستان له پاکستانه غوښتي وو چې د طالبانو د مشر، ملامحمدعمر مرستيال ملا غني برادر په ګډون دې هغه ټول طالبان چې پاکستان کې بنديان دي، د سولې د بهير لپاره خوشي کړي خو پاکستان لا هم ملا برادر له بنده نه دې خوشې کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG