د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې پوليسو چاوديدونکي مواد نيولي.


بيګا اسلام اباد کې پوليسو او د خفيه ادارو اهلکارو له يوه کوره چاوديدونکي مواد، وسله او پنځه کسان نيولي دي.


اسلام اباد کې د ترنول د تاڼې يو چارواکي مشال ريډيو ته وويل چې نيول شوو کې دوه ښځې هم شاملې دي. په لاس ته راغلو څيزونو کې بمونه، شل کلاشنکوفونه او د وايرليس سيټونو په شمول د جاسوسۍ ځينې آلات هم شته.

پوليس وايي کيدای شي د نيول شوو کسانو تعلق د کومې ناقانونه اعلان شوي ډلې سره وي.
XS
SM
MD
LG