د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپینې ماڼۍ پر سورې د برید ملاتړ وکړ


سپینې ماڼۍ د سینټ د بهرنیو چارو د کمیټې د هغه پریکړه لیک هرکلی وکړ چې په شام د پوځي حملې له پاره د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د غوښتنې ملاتړکوي.


د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني وایي، د سنيټ د بهرنیو اړیکو د کمیټې دغه اقدام به د امریکا د ملي امنیت ګټې خوندي کړي او د شام د ولسمشر بشارالاسد د کیمیاوي وسلې د کارولو وړتیابه له منځه یوسي.

دغه پریکړه لیک چې د لسو رايو په حمايت او اوو رايو په مخالفت سره منظور شو، امریکا ته اجازه ورکوي چې په شام کې محدوده پلان شوی پوځي کاروایي چې له دريو مياشتو نه زیات دوام ونه کړي تر سره کړي.

د دې پریکړه لیک له مخې په عملیاتو کې به له هیڅ ډول ځمکينیو ځواکونو کار نه اخیستل کېږي

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG