د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې يو شمېر طالبان وژل شوي او نيول شوي


د افغانستان د زابل ولايت چارواکي وايي، په شاه جوی ولسوالۍ کې تېره (سېشنبه) شپه د طالب وسله والو او سيمه ييزو پوليسو تر منځ نښته شوې ده چې پکې څوارلس تنه طالبان وژل شوي او اووه نور ژوبل دي.


دوی وايي، طالبانو د سيمه ييزو پوليسو په يوه پوسته کې خپل يو ملګری ننه ايستی وو او غوښتل يې، د هغه پر مټ تېره شپه پوستې ته راشي او پاتې ټول پوليس ووژني، خو وايي، سيمه ييز پوليس د دوی په دغه پلان خبر شوي وو او وار له مخه يې راتلونکو طالبانو ته کمين نيولی وو.

د زابل مرستيال والي محمد جان رسوليار وايي، پېښه تېره شپه پهر لس بجې د شاه جوی په صمد کلا سيمه کې شوې ده.

دی وايي، په وژلو شويو کسانو کې د ملا اشرف او ملا قهار په نومونو د طالبانو دوه سيمه ييز قومندانان هم شامل دي.

بلخوا د افغانستان د غور ولايت چارواکي وایي چې په دولت یار ولسوالۍ کې یې د عملیاتو پرمهال د طالبانو یو کومندان مولوي شیرعلي له څلورویشتو ملګرو سره نیولی دی.

د دې ولایت د والي ویاند عبدالحي خطیبي مشال راډیو ته وویل چې دغه عملیات تېر ماښام د ملي اردو له خوا شوي دي.

وسله والو طالبانو د دې دواړو پيښو په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG