د لاسرسي ځای

تازه خبر

د یمن وزیراعظم له قاتلانه حملې روغ وتلی دی


د یمن وزیر اعظم له یوه بریده چې ظاهرا قاتلانه ښکاري ژوندی وتلی دی. چارواکي وايي د خالي په ورځ یو وسله وال کس د هیواد په سر ښار ( صنعا ) کې د وزیر اعظم محمد سلیم باسیندوا ، د ګاډو په قافله ډزې وکړې، خو په دې پېښه کې څوک مړه یا ژوبل شوي نه دي.

دامریکا د بهرنیو چارو وزارت دا پېښه غندلې او ویلي یې دي ، دوی ژمن دي چې د یمن له خوا د سوله ییزو او معنا دارو اصلاحاتو د راوستلو ملاتړ وکړي. ښاغلی باسیندوا ، د دوه زره یو کال راهیسې په یمن کې د قومي اتحاد حکومت لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG