د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما وايي، پر شامي رژیم حمله کوي


د امریکا ولسمشر باراک اوباما وايي، له خپلو استخباراتي ادارو تر لاسه شوي رپورټونه ښيي چې په سوریه (شام) کې د بشارالاسد رژیم د پلازمېنې دمشق په شا و خوا (مضافاتو) کې کیمیاوي وسلې کارولې دي.

اوباما وايي، پر دې اساس به دوی د شامي رژیم پر ضد د ((محدودې)) کچې پوځي اقدام کوي.

البته اوباما وویل، چې تر د قوت تر کارونې مخکې به له کانګرسه اجازه اخلي.

نوموړي زیاته کړه چې د سېپټېمبر پر نهمه چې دی له خپلو رخصتیو وروسته بیرته دفتر ته ستون شي نو پر دې اړه به بحث هم وکړي او د په کانګرس کې به ورباندې رایه هم واچول شي.

هلته د شنبې پر ورځ سپينې ماڼۍ کانګرس ته د یوه قانون لاسوند یا مسوده واستوله چې په کې په سوریه کې د پوځي قوت تایید غوښتنه شوې ده.

له کانګرسه غوښتل شوي دي چې د پوځي قوت کارونې اجازه دې ځکه ورکړي چې د لا نورو کیمیاوي حملو مخنیوی وشي، د کیمیاوي وسلو پر وړاندې دفاع وشي او د دې نظام له منځه یوړل شي.

د یادونې وړ ده چې د پنجشنبې پر ورځ برتانیوي پارلېمان پر سوریې د حملې وړاندیز رد کړ. د برتانیې وزیر اعظم ډېوېډ کیمرون وویل، دی به د پارلېمان پرېکړې درناوی کوي او په شام کې به پوځي قوت نه کاروي.

شامي رژيم له دې انکار کوي چې ګواکې کیمیاوي وسلې یې کارولې دي.

دا مهال د ملګرو ملتونو یوه پلټونکې ډله هم په سوریه کې ده چې دا مالومه کړي چې ایا رژیم ریښتیا هم د ولسي وګړو پر ضد کیمیاوي وسلې کارولې دي او که نه؟

هلته د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوټین امریکا ننګولې ده چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د شامي رژيم له خوا د کیمیاوي وسلو کارونو ادعاوو په اړه شواهد وښيي.

د شنبې پر ورځ ولادي ووستوک ته د سفر پر مهال پوټین وویل، په داسې حال کې چې د شام حکومتي ځواکونه د یاغیانو خلاف جګړه ګټونکي دي. ده وویل، د شامي حکومت په اړه بیخي بې مانا خبره ده چې کیمياوي وسله دې یې کارولې وي.

((زموږ د امریکايي همکارانو او ملګرو د دریځ په اړه چې وايي، حکومت د ډله يیزې ورانۍ وسلې او کیمیاوي وسلې کارولې دي او وايي دوی شواهد لري ، دوی دې دا شواهد د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي.))

روسیه او چین پر سوریې د برید مخالفان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG