د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان ډرون برید، څلور وسله وال وژل شوي دي


پر شمالي وزیرستان د بې پیلوټه امریکايي الوتکو په حمله کې څلور مشکوکه وسله وال وژل شوي دي.

استخباراتي چارواکي وايي، دا حمله د شنبې (خالي) پر ورځ د ماسپښین په یوه بجه شوې ده.

دا حمله د میر علي له بازار سره نېږدې د موسکي په نوم کلي کې شوې ده.

توغندي پر یوې ودانۍ داغل شوي دي.

دا په دې میاشت کې د ډرون لومړۍ حمله ده.

چارواکي د نوم نه ښودو په شرط ویلي دي چې ښايي په دې برید کې بهرني وسله وال وژل شوي وي. خو د دې پخلی لا نه دی شوی.

د جولای په میاشت کې درې حملې شوې وې. درېواړه حملې په شمالي وزیرستان کې شوې وې.

د جولای پر ۱۴مه نېټه د خرې چولې په نوم په یوې کوڅې کې د ډرون الوتکې په حملې کې دوه ترکمن وسله وال وژل شوي ول.

امریکا شمالي وزیرستان د القاعده او حقاني وسله والو ډلو پیاوړی مرکز بولي او هلته وخت په وخت ډرون حملې کوي.

خو پاکستان دا حملې د خپلې خپلواکۍ ضد بولي او پر وړاندې یې په بیا بیا احتجاج هم کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG