د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندوز: په جومات کې چاودنې اته وژلي، ۱۶ ژوبل


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په کندوز ولايت کې د یوه جومات دننه چاودنه له اسلام سره دښمني وبلله.

دغې چاودنې پرون د جمعې پر ورځ د ارچي په ولسوالي کې د ولسوال شیخ صدرالدین سعدي په ګډون اته تنه ووژل او شپاړس نور یې ټپیان کړل.

ویل کېږي چې چاودنه د جومات دننه د یوې فاتحې پر مهال وشوه.

د ولسمشر د دفتر نه خپور شوی د خبرپاڼه له مخې، ولسمشر کرزي دغه برید یو وحشي عمل بللی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG