د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق: موټر بمم چاودنې ۱۱ کسان ووژل


د عراق په سمرا ښار کې په یوې موټر بمې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي دي.


دا چاودنه د تېرې پنجشنبې په ورځ د ښار د مېوو او سبزیو په بازار کې شوې ده.

چارواکي وايي، په چاودنه کې ۲۶ کسان ژوبل شوي دي. سمرا د پلازمېنې بغداد په شمال کې سني اکثریتي ښار دی.

چاودنه مازیګر هغه مهال وشوه چې بې وزله خلک بازار ته ورغلي ول. په مازیګر کې په بازار کې د شیانو بیې ټیټېږي او غریب خلک له دې موقعې ګټه اخلي. د چاودنې پړه چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG