د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر کرزی هېواد ته ستون شو


په دې ملاقات کې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اچکزۍ او د دواړو خواؤ نور لوړ رتبه چارواکي هم موجود ول.


افغان ولسمشر حامد کرزی پاکستان ته له خپل دوه ورځني سفر وروستو هېواد ته ستون شو.


د پاکستان سرکاري ټي وي چېنل له مخې په مري کې نن سه شنبه حامد کرزي او د دې هېواد وزيرعظم نواز شريف ترمنځه په ترسره شوې روستۍ غونډه کې ولسمشر له پاکستانه د افغان سولې بهیر عمل کې د مرستې غوښتنه وکړه.

بلخوا د پاکستان وزيرعظم ويلي دي چې هېواد يې تل په افغانستان کې امن غواړي، د ده په خبره ځکه چې پاکستان او افغانستان په سيمه کې له يوشمېر چېلنجونو سره مخامخ دي.

په دې ملاقات کې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اچکزۍ او د دواړو خواؤ نور لوړ رتبه چارواکي هم موجود ول.
XS
SM
MD
LG