د پاکستان د پخواني پوځي واکمن مدافع وکیلانو د عیني شاهدانو یو لسټ چمتو کړی او هېله لري چې له دې سره به د دوی موکل پرویز مشرف له تورونو بري شي.
پرویز مشرف په دوه زره اووم میلادي کال کې د پخوانۍ وزيراعظمې بینظربوټو د وژلو په پیښه کې په لاس لرلو تورن شوی دی.
د مشرف وکېلانو مشال يډيو ته وويل چې نن به په خپله پرویز مشرف عدالت ته حاضر نه شي.
په شلم اګست په پنډۍ کې یوه عدالت مشرف باندې د قتل او د قتل سازش په ګډون د دریو کېسونو فرد جرم ولګولو.