راپورونه وايي چې پاکستان ته د ولسمشر حامد کرزي د سفر په دویمه ورځ له وزیراعظم نواز شریف سره لیده کاته اسلام اباد ته نږدې مري سیمه کې دوام لري.
له پاکستان څخه د مشال راډیو خبریال د افغان چارواکو له خولې وايي؛ چې دا خبرې به تر ډیره د سولې له عالي شورا سره د مذاکراتو لپاره د طالبانو په هڅولو کې د پاکستان پر رول او همکاري راټولې وي.
د راپور له مخې له ولسمشر حامد کرزي سره تللی افغان پلاوی هم په مري کې دی.
تیره ورځ هم ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان وزیر اعظم په اسلام اباد کې دوه په دوه سره مذاکرات وکړل.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري هم پرون ماښام له ښاغلي کرزي سره وکتل او ویې ویل، چې هیواد به یې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره هره ممکنه هڅه وکړي.