افغان چارواکي وايي، چې د هرات په ګلران ولسوالۍ کې دملي پیوستون پروګرام شپږ کار کوونکي تښتول شوي دي.
د دې ولایت دامنیي قومندانی ویاند عبدالروف احمدي مشال راډيو ته وويل چې دغه کسان تیره ورځ هغه مهال وتښتول شول چې غوښتل یې له یوې سیمې بلې ته سفر وکړي .
ښاغلی احمدي وايي چې په تښتول شوو کسانو کې څلور انجینران او دملي پیوستون دپروګرام دوه نور کار کوونکي شامل دي.
تراوسه د دي تښتونې مسولیت کومې ډلې ندی منلی.