د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانان د حامد کرزي له سفره هېله من دي


د سر مقالې د لیکوال په اند د پاکستان خپله وضعه اوس داسې ده، چې د دې هېواد چارواکي باید سل ځله پر خپلو پالیسیو او سیاستونو له سره غور وکړي.

افغان ولسمشر حامد کرزی نن د دوشنبې سهار د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشري اسلام اباد ته ورسید.


تمه کیږي نوموړی به په خپل دې یو ورځني سفر کې د پاکستان له وزیراعظم او نورو چارواکو سره د ترهګرۍ پر وړاندې ګډې مبارزې، د افغانستان سولې بهیر او د دواړو هیوادونو اړیکو په اړه خبري وکړي.


افغان ولسمشر به د پاکستان له وزیراعظم نوازشريف او نورو لوړ رتبه چارواکيو سره وګوري او د سيمې د حالاتو، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې، د افغانستان امن بهیر او پر يو لړ نورو مهمو مسالو به ورسره خبرې وکړي.

افغان کډوالو پاکستان ته د حامد کرزي د سفر هرکلۍ کړى


په خيبر پښتونخوا کې مېشت افغان کډوال پاکستان ته د افغان ولسمشرحامد کرزي د سفر هرکلۍ کړى دى. د دې ترڅنګ دوي دا تمه هم لري، چې د افغان ولسمشر دا سفر به مثبتې لاسته راوړنې ولري.

د افغان ولسمشر د سفر په اړه يو تن پېښور مېشتي افغان ليکوال عبدالوحيد مشال راډيو ته وويل، چې پاکستان او افغانستان دواړو هېوادونو ته ښايي چې؛ په سيمه کې دې د امنيت راوستلو لپاره جدي ګامونه پورته کړي، نوموړي په دې اړه زياته کړه:

"دا ځانله د پښتنو مساله نه ده، نه د پاکستان هغه د افغانستان، دا د ټولې اسيا مسئله ده، ځکه علامه اقبآل له ننه نږډې ٥٠ کاله مخکې ويلي دي، چې:

اسيا يک پيکر آب ګل است ملت افغان در ان پيکر دل است
از فساد او، ساد اسيا است از ګشاد او ګشاد اسيا است

د دې لپاره بايد د دواړو ملکونو خلک سره کېني، خبرې وکړي، بيا بيا يې وکړي، دا ځل موږ افغانان پر اميده يو، چې دا ځل به انشاـ الله ښې فيصله وکړي:"


همدا راز يو تن بل افغان کډوال عمر خان وايي، چې که چېرې اوس د ترورېزم مخه ونه نيول شي، نو تر ٢٠١٤م کال وروسته به ددې اور لمبې د پاکستان او نورو هېوادونو ګوډ ګوډ ته ورسېږي:

"که څه هم دا پاکستان ته د افغان ولسشمر حامد کرزي شپاړسم سفر دى، موږ دا ځل په شدت سره دا هيله لرو، چې دواړه هېوادونه دې خپلې لانجې د خبرې اترې له لارې حل کړي.

موږ دا تمه هم لرو، پاکستان دې زموږ په هېواد کې د سولې په راوستو کې جدي ګامونه پورته کړي، دا بدبختۍ دې ختمې کړي. که اوس د ترهګرۍ مخه ونه نيول شي، نو تر ٢٠١٤م کال وروسته به ددې اور لمبې د پاکستان او د سيمې د نورو هېوادونو ګوډ ګوډ ته ورسېږي."


د يادونې وړ ده، چې افغان ولسمشر د يو لوړ رتبه هيئيت په مشرۍ نن اسلام آباد ته راغلى دى. په پاکستان کې د نوي حکومت تر رامنځته کېدو وروسته دا دغه هېواد د افغان ولسمشر لومړى سفر دى.

افغان ولسمشر به د پاکستان د نوي حکومت له صدراعظم نواز شريف او نورو جګپوړو چارواکيو سره د افغانسستان د سولې د پروسې او نورو اړونده مسالو خبرې وکړي او هڅه به وکړي، ترڅو د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان رښتينې همکاري جلب کړي.

له کرزي سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا، د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال، د سوداګرۍ وزیر ډاکټر انوار الحق احدي، د امنیت د انتقال د کمیسیون رییس ډاکټر اشرف غني احمدزی، د سولې د عالي شورا رییس صلاح الدین رباني او د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر رییس عبدالکریم خرم ملګري دي.



ولسمشرکرزی هڅه کوي پر نواز شریف خپلې غوښتنې ومني

کابل چاپ ګڼ شمېر ورځپاڼو پاکستان ته د ولسمشر حامد کرزي د سفر په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

خدمتګار لیکلي کرزی هڅه کوي پر نواز شریف خپلې غوښتنې ومني، د دغو غوښتنو په سرکې د سولې له بهیر څخه د پاکستان د ملاتړ مساله ده.

ورځپاڼه وړاندې لیکي کابل تمه لري چې؛ په پاکستان کې د مسلم لیګ ګوند له واکمنېدو وروسته به د کابل او اسلام آباد اړیکې یوه نوي پړاو ته ورننوځي.

د ملي باور ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي ولسمشر کرزی ته په کار ده، چې نور نو د پاکستان د نوي لومړی وزیر سره په خپله کتنه کې د افغانستان ولس دردېدلي حالت ته په پام سره ،یوازې په ژمنه باور ونه کړي.

لیکوال وړاندیز کوي له تېرو ترخو تجربو او د پاکستان له دوه مخي سیاست وروسته دغه هېواد ته د ژمنو پرځای په ډاګه ورته وویل شي، چې نور د د دوه مخې لوبې له ډګر راو وځي او له افغانستان سره دې د ریښتنیو او ګاونډیتوب په اصولو ولاړې دوه اړخیزې اړیکې مخته یوسي.

ملي آرمان ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې وړاند وینه کوي چې ولسمشر حامد کرزي به له پاکستان نه تش لاسونه بېرته راستون شي.

د سرمقالې لیکوال استدلال کوي ښکاره خبره ده چې د پاکستان ملکي حکومت د تصمیم نیونې صلاحیت نه لري په ځانګړې توګه له طالبانو نه د آی اس آی د ملاتړ په برخه کې.

د ویسا په سرمقاله کې راغلی دا چې ولسمشر به ماښام بېرته نهیلی راستنېږي او که ډاډمن او که به د هیلو بهیر پسې غځیږي دا به ترماښامه معلومه شي. دنیا په امید خوړل شوې.

د سر مقالې د لیکوال په اند د پاکستان خپله وضعه اوس داسې ده، چې د دې هېواد چارواکي باید سل ځله پر خپلو پالیسیو او سیاستونو له سره غور وکړي.

د لیکوال په باور په زغرده ویلای شو،چې ښايي دغه ناسته او اسلام آباد ته افغان ولسمشر سفر د دواړوهېوادونو لپاره له روانو بدمرغیو د وتلو وروستی فرصت وي ،که دغه فرصت هم ضایع شي ،ښايي بیا د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ د اړیکو د عادی کولو لپاره چانس له نشت سره برابر شي .

د ویسا په سرمقاله کې راغلي د ولسمشر د سفر په درشل کې د پاکستان د صدراعظم او حاکم ګوند د مشرنواز شریف یو لړ څرګندونې د دې سفر د ښو پایلو په اړه هیلې زیاتوي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې که نوازشریف په ریښتیا پر دې باوري شوی وي،چې د افغانستان په اړه پخوانۍ پالیسي په نړیواله کچه پاکستان بدنام کړی دی ،نو پوره باور دی چې ولسمشر حامد کرزی به له اسلام آباده له ښه پیغام سره هېواد ته راستون شي.

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې افغان حکومت ته وړاندیز کړی،که داځل هم پاکستان ته د حامد کرزي سفر ښې پایلې ونه لرلې ،نو حکومت ته په کار ده ،چې له دغه هېواد سره ټولې سیاسي او اقتصادي اړیکې وشلوي او د پوځي اوسیاسي بنسټونو پیاوړي کولو ته ټول پام واړوي.

راپور چمتوکوونکی:رحمت الله افغان کابل او ذبيح الله شفق، پېښور
XS
SM
MD
LG