د لاسرسي ځای

تازه خبر

اخوان المسلمین په مصر کې د نویو مظاهرو خبرداری ورکړ



د مصر د لری کړل شوي ولسمشر محمد مرسي پلویانو د حکومت خلاف، چې پوځ یی مرسته کوي او د هېواد واکمني ېې په لاس اخیستې ده، د لویو مظاهرو د نوي لړۍ په شورو کولو غږ کړې دې.

د جمعې په ورځ پلان شویو مظاهرو ته کتونکي په دې نظر ګوري چې په هېواد کې د تشدد څو اوونیو وروسته چې پکې په سلګونو کسان ووژل شو او د تحریک مشران پکې جېل ته شو، دغه احتجاج به د مرسي د اخوان المسلمین د مقاومت یو امتحان وي.

مرسي چې په جمهوري ډول د مصر ولسمشر منتخب شو، په دریم جولاي د پوځ لخوا لیری کړل شو او اوس هم په یو پټ ځاې کې په حراست کې دی.

دغه پلان شوې مظاهرې تر هغې یوه ورځ وروسته مخې ته راځي چې د مرسي نه مخکینې مشر حسني مبارک چې د اوږدې مودې لپاره واکمن و د زیارت په ورځ د جېل نه پوځي هسپتال ته منتقل شو چې هغلته به نظر بند وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG