د لاسرسي ځای

تازه خبر

حامد کرزي د عربستان له پاچا سره خبرې وکړې



افغان ولسمشر حامد کرزي د سعودي عربستان له پاچا سره پاکستان ته د خپل کېدونکي سفر په اړه خبرې وکړې.


د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر په اعلاميه کې راغلي چې حامد کرزي او ملک عبدالله پاکستان ته د ولسمشر کرزي د کېدونکي سفر پر اهميت او د افغانستان او پاکستان لپاره د دې سفر د نتايجو په اړه خبرې وکړې.

دواړو مشرانو په ټليفوني تماس کې پر ځينو نورو مسايلو هم خبرې کړې دي.

ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ ولسمشر کرزى پاکستان ته سفر وکړي، چې له پاکستاني چارواکو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړيکو، د ځينو طالب بنديانو د خوشې کېدو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG