د قبايلي سيمو لپاره د انتظامي اداري فاټا سيکرټرېټ د تعليم د څانګې ډپټي ډايريکټر شاهين شاه وايي چې له روان کاله د يادو سيمو د زده کونکو لپاره د ځانګړو تعليمي وظيفو په پيسو کې زیاتوالی راغلی دی.
نوموړي پرون مشال راډيو ته وویل چې د دې تعليمی وظیفو لپاره په کلني پرمختيايي بجټ کې د پيسو د زياتوالي تر څنګ د تعليمي وظیفو شمیره هم زياته کړل شوې ده.