د افغانستان د سولي عالي شورا چارواکي وایي، پاکستان ته به د افغان ولسمشر د سفر پر وخت یو ځل بیا له هغه هیواد څخه د یو شمېر طالب بندي مشرانو د خلاصون غوښتنه وکړي.
د دې شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد د چارشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، چې د دوی په اجنډا کې د ځینې بندي طالب مشرانو نومونه شامل دي.
نوموړی د پاکستان له نوی حکومته غواړي، چې د سولې او همکاریو په اړه ژمنې په رښتینې توګه عملي کړي.
تمه کېږي، چې ولسمشر حامد کرزی به د روانې اګسټ میاشتې په وروستیو کې پاکستان ته سفر وکړي.