د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: سېلاوونو ۱۰۸ تنه ووژل درې لاکه اغېزمن


په پاکستان کې له افتونو سره د مبارزې قامي اداره اين ډي ايم ای وايې په پاکستان کې د سختو بارانونو او سېلاونو له کبله تر دې دمه نژدې ۱۰۸ کسان مړه او څه باندې۳ لاکه خلک متاثره شوي دي.


د يادې ادارې په ويب پاڼه پرون د ورکړل شوو شمېرو له مخې تر دی دمه په پنجاب کې ۳۰، خیبر پښتونخوا کې ۲۴ ، سنده کې ۲۲ ، بلوچستان کې ۱۶ قبايلي سيمو کې ۱۲ او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې څلور کسان د بارانونو او سېلاونو له وجې مړه شوي دي.

د افتونو د نظم اداره وايي د پشکال د اوسنیو بارانونو او سیلابونو له امله په ټول ملک کې ۱۰۴ کسان ژوبل شوي هم دي ، دغه رنګ څه باندې ۲۴۰۰ کورونه په بشپړه توګه او ۲۷۷۴ په جزوي توګه وران شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG