د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د نظام بدلون یوازې په یوه قانوني میکنیزم ممکن دی"


د افغانستان حکومت یو مخالف مشر محمد محقق او د پخوانی مرستیال ولسمشر احمد ضیا مسود
د افغانستان حکومت یو مخالف مشر محمد محقق او د پخوانی مرستیال ولسمشر احمد ضیا مسود

د افغانستان د حکومت یو شمیر مخالفو سیاسي ګوندونو د جرمني په ميونخ ښار کې د افغانستان په نظام کې د بدلون مساله وڅیړله.


د دې کنفرنس برخه والو پرون د اتوار ورځ مشال راډیو ته وویل، د سولې هڅې، د راتلونکې کال انتخابات، د پارلماني نظام جوړیدل او د مرکزي حکومت د واک کمیدل هغه موضوعات وو، چې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې پرې خبرې وشوې.

د افغانستان حکومت د دې غونډې په اړه چې پرون پای ته ورسیده، وویل، په هیواد کې د نظام بدلون یوازې د یوه قانوني میکنیزم له لارې ممکن دی.

د افغانستان د حکومت چارواکي ټینګار کوي، چې د افغانستان د راتلونکې په اړه هر راز غونډې باید د هیواد دننه جوړې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG