د لاسرسي ځای

تازه خبر

"تعلیمي نصاب له خپلو ارزښتونو سره سموو"


خېبر: د تیرا میدان یوه ښوونځي ماشومان
خېبر: د تیرا میدان یوه ښوونځي ماشومان

د خېبر پښتونخوا حکومت وايي، چې دوی به په تعليمي نصاب کې اصلاحات د مذهب او ټولنې د رواياتو مطابق کوي.


پرون د اتوار پر ورځ په پيښور کې له مشال ريډيو سره په خبرو کې د خيبر پښتونخوا د تعليم وزير عاطف خان وويل چې دوی په تعليمي نصاب کې په اصلاحاتو کار پیل کړی دی، د ده په خبره دا اصلاحات د غير سرکاري ادارو يا نورو هېوادونو په خوښه نه کيږي.

د خيبر پښتونخوا پخواني حکومتي ګوند عوامي نېشنل پارټي تور لګوي چې د تحريک انصاف په مشرۍ نوی صوبايي حکومت غواړي چې په تعليمي نصاب کې د دوي کړي اصلاحات له منځه یوسي او دا رنګ د سکول په کتابونو کې د سختدريځۍ مواد زيات کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG