د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان وضعې په اړه غونډې باید د هیواد دننه وشي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دې هیواد د وضعیت په اړه باید افغانان په هیواد کې دننه غونډې وکړي.


د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسا زي نن دا خبره د جرمني په مونښن (میونیښ) ښار کې د حکومت د سیاسي اپوزیسیون د ځینو ډلو د روانې غونډې په اړه وکړې.

موسا زي وویل:

((که چېرې سیاسي ګوندونه،او یاهم هغه کسان چې د سیاسي ډلو په کتار کې قرار لري، او غواړي چې له هیواده بهر افغانان دا ډول ناستو ته وغواړي، نو کولای شي چې په ډېرې اسانۍ سره دا ډول جلسې د هیواد دننه ونیسي .))

د مونښن غونډه د یکشنبې پر ورځ هم روانه وه. په دې کې، په افغانستان کې د غیر متمرکز او پارلېماني نظام په رامنځ ته کېدو بحثونه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG