د لاسرسي ځای

تازه خبر

مصر: د قهرجنې جمعې لمانځل د نوي اخ وډب ویره


 د قاهرې په يوه جومات کې په سلګونو مړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:11 0:00

د قاهرې په يوه جومات کې په سلګونو مړي

د زیارت پر ورځ له بیړنۍ غونډې وروستو د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر مصریانو زور راوړ چې له ډیره زغمه کار واخلي او د قامي روغې جوړې لپاره کار وکړي

اخوان المسلیمین په خپلو پلویانو غږ کړی ــــــ چې د احتجاج له پاره لارو کوڅو ته راووځي ـــــــ له دې سره په مصر کې د تشدد د پېښو لا ډیریدو ویره پیدا شوې ده ــــــ


چارواکي وايي ــ د چارشنبې په ورځ په مصر کې د تشدد په پېښو کې تر شپږ سوه ډیر خلک ووژل شول ـــ چې ورپسې د اخوان المسلیمین له خوا د قهر جنې جمعې د لمانځلو اعلان وشو.

د زیارت په ورځ له بیړنۍ غونډې وروستو د ملګرو ملتونو امنیتي کونسل ــــــ پر مصریانو زور واچولی چې له ډیره زغمه کار واخلي ــــــ او د قامي روغې جوړې لپاره کار وکړي.

په عین حال کې د مصر موقتي ولسمشر عدلي منصور ــــــ د پوځ له خوا د لیري کړل شوي ولسمشر محمد مرسي د پلویانو پر ضد د پوځ په عملیاتو نړیوال انتقادونه رد کړي دي. د ولسمشر له خوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دا نیوکې په رښتیاؤ نه دي ولاړې او وسله وال ټولګي نور هم ډاډمن کولای شي.

د زیارت پر ورځ له مصره ـــــ پر امنیتي ځواکونو، سرکاري دفترونو او د هیواد په بیلا بیلو برخو کې ـــــــ د عیسایانو پر عبادتخانو د بریدونو راپورونه رارسیدلي دي.

امریکه چې د مصر پوځ ته هر کال د ۱.۵ بلینه ډالره مرستې ورکوي ـــــ له پوځ سره خپل شریک پوځي مشقونه معطل کړي دي او واشنګټن په مصر کې موجود امریکايي شهریت لرونکو ته ویلي چې له دغه ځايیه ووځي.

ترکيي هم د پوځ په عملیاتو نیوکې کړي دي او له قاهره يي خپل سفیر واپس راغوښتې دي ـــــ مصر هم د ردعمل په توګه له ترکيې خپل سفیر راغوښتې دی.

د جولایي پردرېیمه ـــــ پوځ له جمهوري لارې غوره شوی ــــ د محمد مرسي حکومت له واکه لیرې کړو ــــــ چې وروستو بیا د مرسي د پلویانو له خوا احتجاجي مظاهرې پیل شوې ــــــ چارواکي وايي ــــــ چې د پوځ له خوا د اخوان المسلیمین په احتجاجي کیمپونو په ډزو کې لږ تر لږه ۶۲۳ کسان وژل شوي او په زرګونو نور زخمیان شوي دي.

پوځ وايي ــــــ د مرسي حکومت يي د ولس د جذباتو په ردعمل کې لیرې کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG