د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د جې سیند محاذ درې غړي ووژل شول


د کراچۍ پولیس وایي، د پنجشنبې په ورځ د دغه ښار سفاري پارک په سيمه کې د وسله والو سره په مقابله کې د ډي ایس پي په ګډون درې پولیس وژل شوي دي.


د کراچۍ د پولیسو ویاند عمران شوکت له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي پولیسو په جوابي ډزو کې درې وسله ډاکوان هم وژلي دي.

بلخوا د سیندي قام پرسته ګوند جی سند متحده محاذ چارواکي وایي، وژل شوي درې واړه کسان د دوی د ګوند سیمه ایز عهدیداران وو.

دغه ګوند لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دغه کسان لومړی پولیسو تښتولي او بیا یې په جعلې مقابله کې وژلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG