د لاسرسي ځای

تازه خبر

بدخشان:افغان پولیس طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اړولي


د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، پولیسو له طالبانو سره په نښته کې یې د هغوی درې تنه وژلي او درې نور یې ټپيان کړي دي.


د بدخشان د جرم ولسوال عبدالجبارمصدق مشال راډیو ته وویل، دا تلفات وسله والو مخالفینو ته تېره شپه د جرم په مغلها سیمه کې ور واوښتي خو تر څنګ یو افغان پولیس هم وژل شوی دی.

مصدق وویل که څه هم جګړه ارامه شوې خو پولیس د دفاع لپاره کلک چمتوالی نیولی دی.

په مغلها سیمه کې دا دویمه نښته ده چې په دوو ورځو کې کېږي د سېشنبې په شپه هم د پولیسو او طالبانو په نښته کې د طالبانو یو قومندان وژل شوی و او پنځه نور یې ټپيان و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG