د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان دې تري تم افغان قونسلګر ولټوي"


د افغانستان بهرنیو چارو وزارت یو ځلې بیا له پاکستانيو چارواکو وغوښتل چې په کوټه کې د افغان قونسلګرۍ د لادرکه شوي کارکونکي په موندلو کې هڅې وکړي.


د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسي زي له مشال راډيو سره په مرکه کې وویل، چې پدې اړه یې په اسلام آباد او کوټه کې له چارواکو سره تماسونه نیولي دي.


د محمد هاشم په نامه په کوټه کې د افغانستان د قونسلګری یو مامور شاوخوا دوې اونۍ مخکي د نامعلومو کسانو لخوا و تښتول شو.

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دې تېښتول د انګیزې په اړه اوس څه نه شي ویلای.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG