د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر چودري نثار علي خان ویلي دي چې د ترهګرۍ ضد جنګ پر پاکستان تپل شوی دی.
نوموړي دا خبره تیره ورځ په کوټه کې د بلوچستان له وزیراعلا عبدالمالک بلوڅ سره د یو ګډ خبري کانفرس پر مهال وکړه. چودري نثار علي خان زیاته کړه چې د ترهګرۍ پر ضد به ډېر ژر امنیتي تګلاره جوړه کړي.
چودري نثار دا هم وویل، چې د پاکستان پوځ به په هنګامي بنیادونو د تره ګرۍ مخنیوي لپاره د بلوچستان پولیسو ته روزنه او وسله ورکوي.