د لاسرسي ځای

تازه خبر

بان کي مون پاکستان ته ځي


د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کې مون د راتلونکې نهې په ورځ د پاکستان په دوه ورځني سفر ځي.
د پاکستان سرکاري راډيو پرون خبر ورکړې وو چې بان کې مون به له پاکستاني چارواکو سره په دی هېواد کې د پوليو مرض له منځه وړلو او د مېرمنو د تعليمي پرمختګ په اړه د ممکنه اقداماتو په بابله خبرې وکړي. ياده دی وي چې په پاکستان او په خاصه توګه قبايلي سيمو کې که يو خوا په دی روستېو کې د پوليو نوې کيسونه مخې ته راغلي دي نو بلخوا د دی هېواد په بېلابېلو برخو کې د پوليو ضد څاڅکو ورکونکو ډلو باندې بريدونه هم شوي دي چې په کې يوشمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوړيدلې ده .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG