د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې سېلاوونو ۲۰ کسان وژلي دي


د پاکستان د بیلا بیلو سیمو نه رارسیدلي راپورونه وايي د پشکال د بارانونو او سېلاوونو له امله له شلو زیات کسان وژل شوي دي، په دوی کې یوولس په خیبر پښتونخوا او لس په بلوچستان ایالت کې له منځه تللي دي.دکراچۍ ښار په ځینو برخو کې د راغلو سېلاوونو له امله بیړنی حالت اعلان شوی دی. د بارانونو او سېلاوونو له امله په سلګونو کورنیو ته ستونزې پیداشوي دي. پاکستان له تیرو درېوو کلونو راهیسې د بارانونو او سېلاوونو له امله د ورته حالاتو سره مخامخ دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG