د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د جلال اباد برید غندلی


د افغانستان د بهرنيو چارو وزير په جلال اباد کې پرونى بريد چې هدف يې د هند کونسلګري وه په کلکه وغانده.
د دې وزارت په اعلاميه کې وزير، ډاکټر زلمي رسول ويلي:
((په جلال اباد کې د هند پر کونسلګرۍ بزدلانه او تروريستي بريد په کلکه غندو، تروريستانو يوازې د بېګناه ملکي افغانانو وينې وبهولې او نور يې هېڅ هم ترلاسه نه کړل.))
پرون په جلال اباد کې د هند کونسلګرۍ ته نژدې د وسلوالو په ډله ييز بريد کې نهه کسان ووژل شول، چې اته تنه يې ماشومان وو.
په پېښه کې تر شلو زيات نور ملکيان ټپيان شوي دي. د دې حملې مسووليت چا نه دى منلى.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG