د لاسرسي ځای

تازه خبر

سنوډن ته د روس پناه امریکا مایوسه کړه


سپینه ماڼۍ وايي، د روسیې دې پریکړې سخت مایوسه کړی دی چې د امریکا د استخباراتې اداري پخوانې فراری ايجنټ ايډورډ سنوډن ته یې پنا ورکړې ده.


د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني پرون د جمعې پر ورځ وویل؛ له دې پریکړې وروسته، د دوی اداره د امریکا د ولسمشر بارک اوباما او د روسیې د ولسمشر ویلادیمير پوتین ترمنځ په مسکو کې په منې کې پلان شوې سرمشریزه له سره غور کوي چې ایا جوړه شي کنه:

د امريکا د بهرنو چارو وزارت يوې وياندې ميرې هارف پرون د سپيني ماڼې د وياند د بيان په اړه زياته کړه.

((له روسيې حکومت سره د خبرو لپاره پراخه ايجنډه لرو. پر ډېرو مسلو کې په ګډه کار کول دې ، لکه څنګه تاسي مالومه ده، افغانستان، پر ايران د بنديزو او دغه شان په نورو معاملو . خو داسې هم شوي چې په ځينو معاملو له يو بل سره سخت مخالفت هم کړي. زما په اند نني ګام چې په سپينه ماڼې کې زما همکار هم وويل سخت يې مايوسه کړي يوو.))


د تير زيارت په ورځ وختي د سنوډن وکیل اناتولي کوچیرینا خبریالانو ته وویل چې؛ سنوډن ته په روس کې د یوکال پنا ورکړل شوې ده او د کاغذونو له ترلاسه کولو وروسته له هوايي ډګره وتلی او یو ناڅرګند، خو خوندي ځای ته تللی دی.

واشنګټن د جاسوسۍ په تورونو د ايډورډ سنوډن د ورسپارلو غوښتنه کوي چې پر انټرنټ او ټیلفونونو یې د امریکا د څارنې د پټ پروګرام په اړه معلومات افشا کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG