د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: وسله وال ملکیان په نښه کوي


د افغانستان د کندهار والي توریالي ویسا ویلي دي چې د دې ولايت په څو ولسواليو کې د طالبانو له خوا ښخ شوي ماينونه اوس هم عام خلک وژني او ټپي کوي یې.


توريالي ويسا دا څرګندونې د یوناما تازه رپوټ ته په غبرګون کې په هغه خبرپاڼه کې کړې دي چې د کندهار ولايت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې ده.

د يوناما په تازه رپوټ کې راغلي چې په افغانستان کې د روان کال په لومړي نيمايي کې د عامو خلکو د وژل کېدو کچه درویشت فیصده زیاته شوې ده.

د کندهار والي توریالی ویسا وايي ، ”وسلوال طالبان که څه هم په خپلو تبلیغاتو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي خبره کوي خو ورځ تر بلي په خپلو پېښو کې لا زيات عام خلک وژني او بیا یې پړه هم مني”.

په دې وروستيو کې د کندهار له څو ولسواليو د سړک غاړې ماينونو په چاودنو کې د لسګونو عامو خلکو د وژل کېدو خبرونه ورکړل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG