د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق کې ۱۷ چاودنو ۵۱ تنه وژلي تر ۲۰۰ زیات ژوبل


د عراق په پلازمېنه بغداد او شاوخوا سیمو کې د موټر بم چاودنو یوې لړۍ په لسګونه کسان وژلي او تر دوه سوه زیات یې ټپيان کړي دي.


عراقي چارواکي وايي، د بغداد په بېلا بېلو ضلعو کې لږترلږه ۱۱ چاودنې شوې او یوه بله چاودنه بیا دې ښار نه نژدې په محمودیه سیمه کې شوې ده.

بل پلو د دې هیواد په جنوبي سیمو کوت او سماوا کې دوې دوې او بصره کې یوه چاودنه شوېده.

که څه هم د مرګ ژوبلې خبرونه لا راروان دي خو چارواکي وايي چې په دې ټولو اولس چاودنو کې لږترلږه اته څلوېښت کسان وژل شوي او دوه سوه شپږ ویشت کسان ټپیان دي.

په عراق کې د مرګ ژوبلې مالومات څارونکې اداره وايي چې په دې هیواد کې یوازې د جولای میاشتې په تشدد کې تر اته سوه زیات کسان وژل شوي دي.

د تشدد دې لړۍ په عراق کې د شعیه اکثریت ، سني او کردانو ترمنځ د پراخو وسله والو شخړو وېره راپورته کړېده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG