د لاسرسي ځای

تازه خبر

"کندهار کې ورانکاري ونیول شول"


د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، په کندهار کې یې یوه لس کسیزه وسلواله ډله نیولې چې غوښتل یې، د ولایت پر ودانۍ، هوایې ډګر، د ښار په ګڼه ګوڼه سیمو او ځینو شخصیتونو باندي حملې وکړي.


د ملي امنیت مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته وویل چې په دې کسانو کې یې پنځه داسې دي چې غوښتل یې انتحاري حملې وکړي.

د ملي امنیت ریاست مطبوعاتي دفتر وایې، چې له دې کسانو سره وسلې، د انتحاري حملو وسایل او چاودیدونکي مواد هم نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې دغې ډلې د پاکستان په کوټې ښار کې ددې حملو د ترسره کولو پلان جوړ کړی وو چې شنډ کړای شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG