د لاسرسي ځای

تازه خبر

زابل کې چاودنې ۱۱ تنه وژلي ۱۰ ژوبل


د افغانستان په زابل کې بېګا شپه ( د یکشنبې ماښام) د سړک غاړې یوې چاودنې ۱۱ تنه وژلي او ۱۰ نور ژوبل دي.


چاودنه د زابل په شاه جوی ولسوالۍ کې شوې ده، چې پکې د څلورو پوليسو په ګډون ۱۱ عام وګړي وژل شوي او۱۰ نور ژوبل دي.

په وژلو شويو او ټپيانو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د زابل مرستيال والي محمد جان رسوليار مشال ریډیو ته وویل، په چاودنه کې د ټپي شويو کسانو زياته برخه ماشومان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG